9 خو اورِياه کور ته لا نۀ ړو، هغه د بادشاه د څوکيدارانو سره د محل د دروازې سره څملاستو.
کله چې داؤد خبر شو چې اورِياه کور ته نۀ دے تلے، نو هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د ډېر وخت غېرحاضرۍ نه اوس راواپس شوے يې، تۀ کور ته ولې لا نۀ ړې؟“
داؤد هغه د ماښام روټۍ له راوغوښتو او نشه يې کړو. خو اورِياه په هغه شپه بيا کور ته لا نۀ ړو، او د محل د څوکيدارانو په کوټه کښې په کټ کښې څملاستو.
د دې په ځائ رحُبعام بادشاه د زېړو ډالونه جوړ کړل او د هغه آفسرانو په حواله يې کړل کوم چې د محل د دروازو څوکيداران وُو.
هر ځل به چې بادشاه د مالِک خُدائ کور ته تلو، نو څوکيدارانو به ډالونه وړل او بيا به يې واپس د څوکيدارانو کوټې ته راوړل.
هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.