6 بيا داؤد يوآب له دا پېغام ولېږلو، ”اورِياه حِتے ما له راولېږه.“ يوآب هغه داؤد له ولېږلو.
کۀ تا ښۀ کړى وے، نو تۀ به مسکے وې، خو تا بد کړى دى، نو ګناه په تا حمله کولو ته تياره ده. دا په تا حُکم چلول غواړى، خو تۀ پرې خامخا غالِب شه.“
وروستو هغې ته پته ولګېده چې هغه اُميدواره ده او داؤد له يې پېغام ولېږلو چې خبر شى چې زۀ اُميدواره يم.
کله چې اورِياه راورسېدو، داؤد ترې نه تپوس وکړو چې، ”يوآب او لښکر څنګه دے او جنګ څنګه روان دے؟“
هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بېفائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.
خو پطروس د ټولو په مخکښې منکر شو او وې وئيل چې، ”زۀ نۀ پوهېږم، چې دا تاسو څۀ وايئ؟“
يو ځل بيا هغه منکر شو او په قسمونو شو چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“
په دې هغه په بدو ردو سر شو او قسمونه يې وخوړل چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“ په دغه وخت کښې چرګ بانګ ووئيلو.
ساؤل جواب ورکړو، ”ما ګناه کړې ده. خو کم از کم زما د خپلو خلقو د مشرانو او بنى اِسرائيلو په مخکښې زما عزت وکړه. ما سره واپس لاړ شه نو چې زۀ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عبادت وکړم.“