Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 11:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 کله چې بت‌‌سبع خبر شوه چې د هغې خاوند وژلے شوے دے، نو هغې ورپسې ماتم وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 11:26
8 Iomraidhean Croise  

عِيسو د يعقوب سره کينه ساتله، ځکه چې د هغۀ پلار، يعقوب له د هغۀ برکت ورکړے وو. هغۀ د خپل ځان سره وفرمائيل، ”زما د پلار مرګ نزدې دے، چې کله زما پلار وفات شى نو بيا به زۀ يعقوب ووژنم.“


چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.


داؤد پېغام وړُونکى ته وفرمائيل، ”د يوآب حوصله افزائى وکړه او ورته ووايه چې خفه نۀ شى، ځکه چې تا ته دا پته نۀ لګى چې څوک به په جنګ کښې مرى. هغۀ ته ووايه چې په ښار باندې يوه مضبوطه حمله وکړى او قبضه يې کړى.“


نو هغۀ يوه هوښياره ښځه راوغوښتله چې په تقوع کښې اوسېده. کله چې هغه راورسېده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”داسې ښکاره کړه چې تۀ په غم غمژنه يې، د غم جامې واغونده او تېل مۀ لګوه. داسې کار کوه لکه چې يوه ښځه د ډېر وخت نه په غم غمژنه وى.


بيا داؤد يوآب او د هغۀ سړو له حُکم ورکړو چې خپلې جامې وشلوئ، د ټاټ جامې واغوندئ او په ابنير ماتم وکړئ. او د جنازې سره داؤد بادشاه په خپله د تابوت نه وروستو روان وو.


نو اخى‌اب فوراً د انګورو باغ ته لاړو او قبضه يې کړو.


بنى اِسرائيل دېرش ورځې د موآب په مېدانونو کښې په هغۀ پسې غمژن وُو،


بيا هغوئ هډُوکى يوړل او په ښار کښې يې د غز د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې هغوئ روژه ونيوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan