Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 11:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 داؤد پېغام وړُونکى ته وفرمائيل، ”د يوآب حوصله افزائى وکړه او ورته ووايه چې خفه نۀ شى، ځکه چې تا ته دا پته نۀ لګى چې څوک به په جنګ کښې مرى. هغۀ ته ووايه چې په ښار باندې يوه مضبوطه حمله وکړى او قبضه يې کړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 11:25
8 Iomraidhean Croise  

بيا هغوئ د دېوال نه په مونږ باندې غشى راوويشتل او بادشاه سلامت، ستا يو څو آفسران ووژلے شول، ستا آفسر اورِياه حِتے هم ووژلے شو.“


کله چې بت‌‌سبع خبر شوه چې د هغې خاوند وژلے شوے دے، نو هغې ورپسې ماتم وکړو.


په دې دوران کښې د يوآب جنګ د ربه خِلاف جارى وو، چې د عمون شاهى ښار وو او قبضه کېدو ته نزدې وو.


نو بنى اِسرائيليان د عبادت ځائ ته لاړل او تر ماښامه پورې يې د مالِک خُدائ په حضور کښې د غم ژړا وکړه. هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”مونږ له په کار دى څۀ چې مونږ بيا د خپلو وروڼو بنيامينيانو خِلاف جنګ له لاړ شُو؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو.“ نو بنى اِسرائيليان زړَور شول او د جنګ دپاره يې هم هغه شان قطارونه جوړ کړل لکه څنګه يې چې په مخکښې ورځ باندې جوړ کړى وُو.


چې ګاډۍ روانه وى نو ورته ګورئ، کۀ دا د بيت‌شمس ښار طرف ته لاړه شى، نو د دې مطلب دا دے چې دا د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے چې هغۀ په مونږ باندې دا سخت افت راوستے دے. خو کۀ داسې نۀ وى، نو بيا به مونږ ته پته ولګى چې هغۀ وبا نۀ وه راوستې، او په خپله داسې وشول.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan