22 نو پېغام وړونکے داؤد له لاړو او هغه هر څۀ يې ورته ووئيل چې څۀ يوآب د وئيلو حُکم کړے وو.
تاسو ته ياد نۀ دى څۀ چې د جدعون زوئ ابىمَلِک څنګه وژلے شوے وو؟ په تيبض کښې داسې شوى وُو چې يوې ښځې د دېوال نه د ژرندې کاڼے راوغورزولو او هغه يې ووژلو. نو بيا تاسو ولې دومره دېوال ته نزدې شوى وئ؟ کۀ بادشاه ستاسو نه دا تپوس وکړو نو هغۀ ته ووايئ چې ستاسو آفسر اورِياه حِتے هم وژلے شوے دے.“
هغۀ ووئيل، ”زمونږ دشمنان زمونږ نه تکړه وُو او د ښار نه راووتل چې په مېدان کښې مونږ سره جنګ وکړى، خو مونږ هغوئ د ښار دروازې ته واپس وشړل.