Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 11:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 تاسو ته ياد نۀ دى څۀ چې د جدعون زوئ ابى‌مَلِک څنګه وژلے شوے وو؟ په تيبض کښې داسې شوى وُو چې يوې ښځې د دېوال نه د ژرندې کاڼے راوغورزولو او هغه يې ووژلو. نو بيا تاسو ولې دومره دېوال ته نزدې شوى وئ؟ کۀ بادشاه ستاسو نه دا تپوس وکړو نو هغۀ ته ووايئ چې ستاسو آفسر اورِياه حِتے هم وژلے شوے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 11:21
11 Iomraidhean Croise  

د دشمن لښکر د ښار نه راووتلو او د يوآب د لښکر سره يې جنګ وکړو، د داؤد يو څو آفسران ووژلے شول او اورِياه هم ووژلے شو.


نو کېدے شى چې هغه غصه شى او تپوس درنه وکړى چې تاسو د هغوئ سره جنګ دپاره ښار ته دومره نزدې ولې تلى وئ؟ تاسو ته پته نۀ وه څۀ چې هغوئ به مو د دېوالونو نه په غشو وولى؟


نو پېغام وړونکے داؤد له لاړو او هغه هر څۀ يې ورته ووئيل چې څۀ يوآب د وئيلو حُکم کړے وو.


کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.


ستا لاسونه نۀ وُو تړلى، او ستا پښې نۀ وې تړلې، تۀ داسې مړ شو لکه چې چا مجرم وژلے وى.“ او خلقو د هغۀ دپاره بيا وژړل.


زما د سرکشۍ نه ما بچ کړه، ما د کم عقلو د خندا مۀ جوړوه.


هغوئ ټول به هغۀ ته آواز وکړى چې تۀ هم زمونږ په شان کمزورے يې. تۀ هم زمونږ په شان يې.


نو د هغه وخت نه جدعون په يربعل باندې مشهور شو، کله چې يوآس وئيلى وُو، ”پرېږده چې بعل خپل ځان بچ کړى، دا د هغۀ قربان‌ګاه ده چې تباه کړے شوه.“


يوه ورځ جدعون او د هغۀ ټول سړى وختى پاڅېدل او د حرود چينې په خوا کښې يې خېمې ولګولې. د ميديانيانو خېمې د هغوئ شمالى طرف ته په مېدان کښې د موره غر ته نزدې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan