16 کله چې يوآب ښار محاصره کولو، نو هغۀ اورِياه يو داسې ځائ ته ولېږلو چې هغۀ ته پته وه چې هلته دشمن تکړه دے.
هغۀ وليکل، ”اورِياه په وړومبى صف کښې ودروه، چرته چې جنګ ډېر سخت دے، هغه يواځې پرېږده چې ووژلے شى.“
د دشمن لښکر د ښار نه راووتلو او د يوآب د لښکر سره يې جنګ وکړو، د داؤد يو څو آفسران ووژلے شول او اورِياه هم ووژلے شو.
تاسو ته ياد نۀ دى څۀ چې د جدعون زوئ ابىمَلِک څنګه وژلے شوے وو؟ په تيبض کښې داسې شوى وُو چې يوې ښځې د دېوال نه د ژرندې کاڼے راوغورزولو او هغه يې ووژلو. نو بيا تاسو ولې دومره دېوال ته نزدې شوى وئ؟ کۀ بادشاه ستاسو نه دا تپوس وکړو نو هغۀ ته ووايئ چې ستاسو آفسر اورِياه حِتے هم وژلے شوے دے.“
کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.
د دې نه علاوه تا ته پته ده چې يوآب زما سره څۀ وکړل چې د بنى اِسرائيلو د لښکر دوه مشران يې ووژل، يعنې د نير زوئ ابنير او د يتر زوئ عماسا. تا ته ياد دى چې هغوئ يې د امن په وخت کښې د بدل اخستلو دپاره ووژل. يوآب بېګناه سړى ووژل او چې څۀ يې کړى وُو نو ذمه وارى يې په خپل سر ده.
ياهُو هغوئ ته يو بل خط وليکلو، ”کۀ تاسو زما ملګرتيا کوئ او زما حُکمونو منلو ته تيار يئ، نو سبا دا وخت په يزرعيل کښې د اخىاب بادشاه د زامنو سرونه ما له راوړئ.“ د اخىاب بادشاه اويا زامن د سامريه ښار د مشرانو د حِفاظت لاندې لوئ شول.
کۀ يو حکمران دروغو ته توجو ورکوى، نو د هغۀ ټول آفسران به بدکاران شى.
په اِسرائيل به ظلم وشى او زما د فېصلې لاندې به چخڼى شى، ځکه چې هغۀ به په شوق د بېکاره بُتانو عبادت کولو.
خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو.