14 په ورپسې سحر داؤد يوآب ته يو خط وليکلو او اورِياه په لاس يې ورولېږلو.
نو تا د مالِک خُدائ حُکم ته سپک ولې کتلى دى؟ تا دا بد عمل ولې کړے دے؟ تا اورِياه حِتے په جنګ کښې وژلے دے، تا عمونيان پرېښودل چې هغه ووژنى او بيا تا د هغۀ ښځه بوتله.
د قصداً ګناهونو نه خپل خِدمتګار بچ کړه، چې راباندې غالب نۀ شى ما ترې خلاص کړه. نو داسې زۀ به بچ شمه د جرمونو نه، او بچ به شمه زۀ د لويو ګناهونو نه.
ژبه دې د نورو خلقو د تباهۍ په لټون کښې ده، او لکه د تېرې چړې په شان ده او ټګى ماره ده.
عام خلق څۀ حيثيت نۀ لرى د هغۀ په وړاندې، زورَور خلق هم هغه نۀ دى کوم چې دوئ ښکارى، کۀ هغوئ ټول په تله وتلى دا به د هوا نه هم سپک وى.
د انسان زړۀ د هر څۀ نه زيات دوکه مار وى، او د شرارت نه ډک وى. څوک پرې هم نۀ پوهيږى.