13 داؤد هغه د ماښام روټۍ له راوغوښتو او نشه يې کړو. خو اورِياه په هغه شپه بيا کور ته لا نۀ ړو، او د محل د څوکيدارانو په کوټه کښې په کټ کښې څملاستو.
خو اورِياه کور ته لا نۀ ړو، هغه د بادشاه د څوکيدارانو سره د محل د دروازې سره څملاستو.
خو ابىسلوم ورته ووئيل، ”ښه، کم از کم زما ورور امنون خو به پرېږدې کنه چې ما سره لاړ شى.“ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”هغه دې ولې لاړ شى؟“
هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”دې خلقو درباندې څۀ کړى دى، چې په دومره سخته ګناه دې آخته کړى دى؟“
مے انسان نه مسخره کوونکے جوړوى او د شراب څښل د شر او فساد جرړه ده، هر هغه څوک چې په دې راواوړى نو هغه هوښيار نۀ دے.
څوک دى چې وير کوى؟ څوک دى چې غمژن دى؟ څوک دى چې جګړه کوى؟ څوک دى چې شکايت کوى؟ څوک دى چې هسې زخمونه لرى؟ څوک دى چې سرې سترګې لرى؟
افسوس په هغه چا چې خپل ګاونډى له شراب ورکوى، د شرابو د مشک نه ورته تر هغې پورې اچوى چې دوئ نشه شى، نو چې هغه د هغوئ لغړ بدنونه وګورى.