12 نو داؤد وفرمائيل، ”نو دا پاتې ورځ دلته ايسار شه او سبا به زۀ تا واپس ولېږم.“ نو اورِياه په هغه او په ورپسې ورځ په يروشلم کښې ايسار شو.
داؤد هغه د ماښام روټۍ له راوغوښتو او نشه يې کړو. خو اورِياه په هغه شپه بيا کور ته لا نۀ ړو، او د محل د څوکيدارانو په کوټه کښې په کټ کښې څملاستو.
په بدعملۍ کښې خوند وى، او د دې خوند تر ډېر وخته پورې وى.
تۀ به د هغه ځائ نه هم لاس په سر شرمنده وځې، ځکه چې په چا تا بهروسه کوله مالِک خُدائ هغوئ رد کړل نو تاسو به د هغوئ نه هيڅ امداد حاصل نۀ کړئ.“