Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 11:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 اورِياه ورته ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو او د يهوداه سړى په جنګ کښې دى او د لوظ صندوق د هغوئ سره دے، زما مشر يوآب او د هغۀ آفسرانو په مېدان کښې خېمې لګولې دى. زۀ څنګه کور ته لاړ شم، يا څنګه خوراک څښاک وکړم او د خپلې ښځې سره څملم؟ زۀ ستا په سر قسم خورم چې زۀ به داسې کار هيڅکله ونۀ کړم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 11:11
19 Iomraidhean Croise  

کله چې داؤد خبر شو چې اورِياه کور ته نۀ دے تلے، نو هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د ډېر وخت غېرحاضرۍ نه اوس راواپس شوے يې، تۀ کور ته ولې لا نۀ ړې؟“


هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”دا هر څۀ په تا باندې يوآب وکړل څۀ؟“ هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ تا ته قسم خورم چې بله لاره نشته چې جواب درنۀ کړم. په حقيقت سره هغه ستا آفسر يوآب وو چې هغۀ ما ته ووئيل چې څۀ به کوم او څۀ به وايم.


نو بادشاه ابيشى ته وفرمائيل، ”شيبا به مونږ له د ابى‌سلوم نه زيات مصيبت جوړوى. زما سړى بوځه او په هغۀ پسې لاړ شه، ګنې کېدے شى چې هغه د پَخو دېوالونو والا ښارونه ونيسى او زمونږ نه وتښتى.“


يوه ورځ داؤد بادشاه ناتن پېغمبر ته وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې کور کښې اوسېږم چې د دِيار د ونې نه جوړ دے، خو د خُدائ پاک د لوظ صندوق په يوه خېمه کښې پروت دے.“


د هغه وخت نه واخله چې ما بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل تر اوسه پورې زۀ کله هم په يو کور کښې نۀ يم اوسېدلے، ما د هغوئ سره سفر کولو او په يوه خېمه کښې اوسېدم.


موسىٰ ورته وفرمائيل، ”ستاسو وروڼه اِسرائيليان جنګ له روان دى او تاسو دلته ايسارېږئ څۀ؟


نو کۀ ما ستاسو مالِک او اُستاذ ستاسو پښې ووينځلې نو په تاسو هم لازم دى چې د يو بل پښې ووينځئ.


کۀ مونږ سختۍ وزغمو نو د هغۀ سره به بادشاهى هم کوُو، کۀ مونږ د هغۀ نه منکر شُو نو هغه به هم زمونږ نه منکر شى.


حنه هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، بې‌ادبى دې معاف وى، زۀ تا ته ياده يم څۀ؟ زۀ هغه ښځه يم چې دلته ولاړه وم مالِک خُدائ ته مې سوال کولو او تا وليدم.


ساؤل اخياه اِمام ته ووئيل، ”پېش بند دلته راوړه.“ په دې ورځ اخياه پېش بند د بنى اِسرائيلو په وړاندې اغوستے وو.


کله چې ساؤل وليدل چې داؤد د جوليت سره جنګ له روان دے، نو هغۀ د ابنير نه تپوس وکړو، چې کوم يې د خپل لښکر مشر وو، ”ابنيره، دا د چا زوئ دے؟“ ابنير ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما ته هيڅ پته نشته.“


خو داؤد ورته وفرمائيل، ”ستا پلار ته پته ده چې زۀ ستا څومره خوښ يم او هغۀ دا فېصله کړې ده چې هغه څۀ کول غواړى نو د هغې نه به دې نۀ خبروى، ځکه چې تۀ به سخت خفه شې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ تا ته قسم کوم چې زۀ مرګِ حال يم.“


دا مالِک خُدائ وو چې هغۀ د بدل اخستلو نه او تۀ يې د خپلو دشمنانو د وژلو نه ساتلے يې. او اوس زۀ تا ته په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې ستا دشمنان او هر څوک چې تا ته نقصان رسوى هغوئ له به د نابال په شان سزا ورکړے شى.


نو هغوئ سيلا ته پېغام وړُونکى ولېږل او د ربُ الافواج د لوظ صندوق يې واپس راوړو، چې د وزرو والا د مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے. او د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د لوظ صندوق سره راغلل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan