10 کله چې داؤد خبر شو چې اورِياه کور ته نۀ دے تلے، نو هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د ډېر وخت غېرحاضرۍ نه اوس راواپس شوے يې، تۀ کور ته ولې لا نۀ ړې؟“
اورِياه ورته ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو او د يهوداه سړى په جنګ کښې دى او د لوظ صندوق د هغوئ سره دے، زما مشر يوآب او د هغۀ آفسرانو په مېدان کښې خېمې لګولې دى. زۀ څنګه کور ته لاړ شم، يا څنګه خوراک څښاک وکړم او د خپلې ښځې سره څملم؟ زۀ ستا په سر قسم خورم چې زۀ به داسې کار هيڅکله ونۀ کړم.“
خو اورِياه کور ته لا نۀ ړو، هغه د بادشاه د څوکيدارانو سره د محل د دروازې سره څملاستو.
مالِک خُدائ ناتن پېغمبر داؤد له ولېږلو. ناتن هغۀ له ورَغلو او دا مثال يې ورته بيان کړو، ”دوه سړى وُو چې په يو ښار کښې اوسېدل، يو مالداره او بل غريب وو.