9 يوآب چې وليدل چې د دشمن لښکر به د مخکښې او شا طرف نه حمله کوى، نو هغۀ ښۀ ښۀ بنى اِسرائيلى فوجيان خوښ کړل او شاميانو ته مخامخ يې په صفونو کښې ودرول.
هغۀ پاتې لښکر د خپل ورور ابيشى د مشرۍ لاندې ودرولو، چا چې هغوئ عمونيانو ته مخامخ په صفونو کښې ودرول.
عمونيان روان شول او د ربه په دروازه کښې يې د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل، کوم چې د هغوئ مرکزى ښار وو، خو هغه نورو يعنې شاميانو او د طوب او معکه سړو په مېدان کښې د جنګ تيارے وکړو.
بيا يې هغوئ په درېو ډلو کښې ولېږل، چې د هرې يوې قبيلې خپل مشر وو، يوآب او د يوآب ورور ابيشے او د جات اِتے وو. او بادشاه خپلو سړو ته وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تاسو سره ځم.“
د يهوداه خلقو ګېرچاپېره وکتل او پته ورته ولګېده چې هغوئ ګېر شوى دى. نو هغوئ مالِک خُدائ ته د مدد دپاره چغه کړه او اِمامانو بيګلې وغږولې.