Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 10:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 کله چې عمونيانو ته پته ولګېده چې داؤد يې دشمن شوے دے، نو هغوئ د بيت‌رِحوب او ضوباه نه شل زره شامى فوجيان په پېسو راوستل، د معکه د بادشاه ورسره زر سړى او د طوب ورسره دولس زره سړى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 10:6
24 Iomraidhean Croise  

يعقوب، شمعون او ليوى ته ووئيل، ”تاسو زۀ په تکليف کښې اچولے يم، اوس به کنعانيان، فرزيان او د دې مُلک هر يو کس زما نه نفرت کوى. زما سره دومره سړى نشته، کۀ دوئ ټول زما خِلاف يو ځائ شى او په ما حمله وکړى نو زمونږ مکمل خاندان به تباه شى.“


هغوئ چې کورونو ته راواپس شول نو ډېر زيات شرمېدل. کله چې داؤد خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ خبر ورولېږلو چې هغوئ دې تر هغې پورې په يريحو کښې ايسار شى چې ږيرې يې بيا راوخېژى.


داؤد د دې نه خبر شو او يوآب يې د ټول لښکر سره د هغوئ خِلاف ولېږلو.


اخى‌تُفل ورته ووئيل، ”لاړ شه او د خپل پلار د وينځو سره څمله کومې يې چې د ځان نه وروستو پرېښودلې دى چې د محل خيال ساتى. نو بيا به په بنى اِسرائيلو کښې هر چا ته پته ولګى چې تا په څرګنده د خپل پلار بې‌عزتى کړې ده نو داسې ستا ملګرى به نور هم تکړه شى.“


د ادوم، موآب، عمون، فلستيه او عماليق قومونو نه، هم داسې د هغه مالِ غنيمت حِصه هم چې هغۀ د هدد‌عزر نه اخستے وو.


بيا داؤد د شام د مُلک د ضوباه بادشاه له شکست ورکړو، چې د هغۀ نوم هدد‌عزر وو او دې د رِحوب زوئ وو، دا په هغه وخت کښې وشول چې کله هدد‌عزر د پاسنى فرات سره علاقې بيا نيولو له روان وو.


کله چې د دمشق شاميانو د هدد‌عزر بادشاه مدد دپاره يو لښکر ولېږلو، نو داؤد په هغوئ باندې حمله وکړه او دوويشت زره سړى يې ترې نه ووژل.


او هغه د بدمعاشانو د يوې قبيلې مشر شوے وو. دا د هغې نه پس شوى وُو چې کله داؤد هدد‌عزر له شکست ورکړو. رِزون او د هغۀ سړى لاړل او په دمشق کښې اوسېدل، چې هلته خپلو سړو هغه په دمشق کښې بادشاه جوړ کړو.


مالِک خُدائ د شاميانو په فوج باندې د جنګى ګاډو، آسونو او د يو لوئ فوج آوازونه اورولى وُو، نو شاميانو يو بل ته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه، حِتيان او د مِصر بادشاهان او د هغوئ فوجيان د حملې دپاره په پېسو نيولى دى.“


وګوره چې د دُنيا بادشاهانو لښکرې رايوځائ کړې او متحد شول، او د ښار په خلاف د جنګ په خيال راوړاندې شول.


دوئ موسىٰ او هارون ته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په خپله ستاسو عدالت وکړى او سزا دې درکړى ځکه چې تاسو د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په زړُونو کښې نفرت پېدا کړے دے. تاسو هغۀ له زمونږ د قتل بهانه ورکړې ده.“


نو هغه په عدالت کښې په تېزۍ سره مۀ وړاندې کوه، نو تۀ به په آخر کښې څۀ کوې کۀ چرې ستا ګاونډى تا ملامته کړى او بيا دې وشرموى؟


په هغوئ کښې دا آفسران شامل دى، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ، يوحانان او يونتن د قريح زامن، شراياه د تنحومت زوئ، د عيفاى نطوفاتى زامن، يزنياه د معکاتى زوئ او د هغوئ فوجيان. هغوئ د جدلياه د ليدو دپاره مصفاه ته لاړل.


د مِصر د کرايه فوجيان لکه د کمزورو سخو په شان دى. هغوئ به هم په يو ځائ راوګرځى او په شريکه به وتښتى، هغوئ به په خپل ځائ باندې ونۀ دريږى. ځکه چې په هغوئ د تباهۍ او افت ورځ راروانه ده، دا د هغوئ دپاره د سزا ورکولو ورځ ده.


د منسى قبيلې يائير د ارجوب ټوله علاقه ونيوله، کوم چې بسن دے او داسې د جسور او معکه د سرحد پورې. هغۀ په دې کلو باندې خپل نوم کېښودو او دا تر اوسه پورې د يائير کلى په نوم ياديږى.


اِفتاح د خپلو وروڼو نه وتښتېدو او د طوب په مُلک کښې اوسېدو. هلته د بې‌کاره بدمعاشانو ډله د هغۀ سره شوه او هغوئ به د هغۀ سره ګرځېدل.


کله چې داسې وشول نو د جِلعاد مشران لاړل چې اِفتاح د طوب مُلک نه واپس راولى.


نو ټول بنى اِسرائيليان خبر شول چې ساؤل فلستىے مشر وژلے دے او دا چې فلستيان ستاسو نه نور نفرت هم کوى. نو خلق راغونډ شول او په جِلجال کښې د ساؤل سره شول.


خو اکيس په داؤد اعتبار کولو او د خپل ځان سره يې ووئيل، ”د هغۀ خلق بنى اِسرائيليان د هغۀ نه دومره نفرت کوى چې هغه به ټول عُمر زما خِدمت کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan