5 هغوئ چې کورونو ته راواپس شول نو ډېر زيات شرمېدل. کله چې داؤد خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ خبر ورولېږلو چې هغوئ دې تر هغې پورې په يريحو کښې ايسار شى چې ږيرې يې بيا راوخېژى.
حنون د داؤد پېغام وړُونکى ونيول او يو طرف ته ږيرې يې ورله وخرئيلې، جامې يې ورله وشلولې چې د نوم نه لاندې بربنډ شى او هغوئ يې واپس ولېږل.
کله چې عمونيانو ته پته ولګېده چې داؤد يې دشمن شوے دے، نو هغوئ د بيترِحوب او ضوباه نه شل زره شامى فوجيان په پېسو راوستل، د معکه د بادشاه ورسره زر سړى او د طوب ورسره دولس زره سړى وُو.
د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې د بيتايل، حىاېل د يريحو ښار بيا جوړ کړو. کله چې حىاېل د يريحو بنياد کېښودو نو د هغۀ مشر زوئ ابيرام مړ شو او چې کله يې دروازې جوړې کړې نو د هغۀ کشر زوئ سجوب مړ شو، هم هغه شان لکه چې مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع په ذريعه د دې پېشګوئې کړې وه.
نو هغوئ دومره سخت شرمېدل چې خپلو کورونو ته نۀ شول واپس کېدلے. کله چې داؤد خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ هغوئ له خبر ورولېږلو چې په يريحو کښې ايسار شئ او تر هغې پورې واپس مۀ راځئ چې ترڅو پورې مو ږيرې بيا نۀ وى شوې.
نو د يريحو دروازې پخې بندې وساتلے شوې چې بنى اِسرائيليان ورننه نۀ وځى. نو د ښار نه نۀ څوک وتے شول او نۀ څوک ورننوتے شول.