Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 10:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 حنون د داؤد پېغام وړُونکى ونيول او يو طرف ته ږيرې يې ورله وخرئيلې، جامې يې ورله وشلولې چې د نوم نه لاندې بربنډ شى او هغوئ يې واپس ولېږل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 10:4
8 Iomraidhean Croise  

هغوئ چې کورونو ته راواپس شول نو ډېر زيات شرمېدل. کله چې داؤد خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ خبر ورولېږلو چې هغوئ دې تر هغې پورې په يريحو کښې ايسار شى چې ږيرې يې بيا راوخېژى.


د ديبون خلق غر ته ختلى دى چې په خپله عبادتخانه کښې ژړا وکړى. د موآب خلق به د نبو او ميدبا په ښارونو د خفګان نه ژړا کوى، هغوئ د خفګان نه خپل سرونه او ږيرې کلې کړې دى.


د اسور بادشاه چې د دې دوو مُلکونو نه قېديان نيولى دى نو هغوئ به بربنډ بوځى. زلمى او بوډاګان به د څپلو نه بغېر او بربنډ روان وى، د هغوئ کوناټى به ښکارى، دا به د مِصر دپاره د شرم خبره وى.


اتيا کسان د شِکم، سيلا او سامريه نه د خُدائ کور ته راغلل چې عبادت وکړى. هغوئ خپلې ږيرې د غم په وجه خرئيلې وې، او د غم په وجه يې خپلې جامې هم شلولې وې او خپل ځانونه يې هم زخمى کړى وُو. او خپل ځان سره يې غله دانه او خوشبو مالِک خُدائ ته د نذرانې پېش کولو په توګه راوړې وې.


د خپل سر ګېرچاپېره لاندې وېښتۀ مۀ کلوئ او ږيره مۀ لنډوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan