Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 10:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 د عمونيانو مشرانو بادشاه ته ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې داؤد ستا د پلار درناوے کوى چې هغۀ دا کسان د همدردۍ دپاره درلېږلى دى؟ بلکل نه، هغۀ دا د جاسوسۍ دپاره رالېږلى دى چې ښار ولټوى او په مونږ باندې فتح حاصله کړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 10:3
6 Iomraidhean Croise  

تاسو يو کس لاړ شئ او هغه راولئ. تاسو باقى نور به په قېدخانه کښې واچولے شئ چې ستاسو دا خبره معلومه کړے شى چې تاسو رښتيا وايئ کۀ نۀ. ګنې، د فِرعون په سر مې قسم دے چې تاسو په رښتيا جاسوسان يئ.“


هغۀ ته هغه خوبونه راياد شول کوم يې چې د هغوئ په حقله ليدلى وُو او ورته يې ووئيل، ”تاسو جاسوسان يئ، تاسو زمونږ د مُلک کمزورى معلومولو له راغلى يئ.“


هغه دلته ستا دوکه کولو دپاره راغلے وو او چې دا پته ولګوى چې تۀ څۀ څۀ کوې او چرته ځې. په حقيقت کښې تا ته دا پته ده.“


نو د عمونيانو مشرانو بادشاه ته ووئيل، ”ستا خيال دا دے چې داؤد د غمرازۍ دپاره کوم سړى رالېږلى دى نو په دې وجه ستا د پلار عزت کيږى څۀ؟ په حقيقت کښې داسې نۀ ده. هغۀ دا د جاسوسۍ دپاره رالېږلى دى چې مُلک ولټوى، او فتح يې کړى.“


نۀ بې‌ادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسې ګرځى، نۀ غصه کوى او نۀ بدګُمانى کوى.


مينه ټول څيزونه برداشت کوى، په ټولو څيزونو يقين کوى، د ټولو څيزونو اُميد ساتى او هر څۀ زغمى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan