2 داؤد بادشاه وفرمائيل، ”زۀ به په حنون هغسې مِهربانه شم، لکه چې د هغۀ پلار ناحس په ما مِهربانه وو.“ نو داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغۀ له تسلى ورکړى. کله چې هغوئ عمون ته ورسېدل،
کله چې داؤد محنايم ته ورسېدو، نو هغه د ناحس د زوئ سوبى سره مِلاو شو، چې هغه په ربه ښار کښې د عمون د قبيلې وو، د عمىاېل زوئ مکير سره چې د لودبار وو او د جِلعاد د قبيلې د برزلى سره هم مِلاو شو، برزلى د راجليم وو.
تقريباً يوه مياشت وروستو عمونى بادشاه ناحس د جِلعاد په علاقه کښې د يبيس ښار خِلاف خپل لښکر روان کړو او ښار يې محاصره کړو. د يبيس سړو ناحس ته ووئيل، ”مونږ سره د صُلحې تړون وکړه، نو مونږ به تا خپل بادشاه ومنو.“