Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 10:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 بنى اِسرائيلو شاميانو له بيا شکست ورکړو. داؤد او د هغۀ سړو اووۀ سوه د جنګى ګاډو والا او څلوېښت زره فوجيان ووژل او هغوئ د دشمن مشر سوباب زخمى کړو، چې بيا د جنګ په مېدان کښې مړ شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 10:18
10 Iomraidhean Croise  

کله چې داؤد د دې نه خبر شو، نو هغۀ د بنى اِسرائيلو ټول فوجيان راغونډ کړل، د اُردن سيند نه پورې وتل او حلام ته روان شول، هلته شاميانو هغۀ ته مخامخ د جنګ دپاره صفونه جوړ کړى وُو او جنګ شروع شو،


داؤد د هغۀ اوولس سوه په آسونو سوارۀ سړى او شل زره عام فوجيان ونيول. هغۀ د سلو جنګى ګاډو دپاره ښۀ ډېر آسونه وساتل او باقى نور ټول يې ګوډ کړل.


او هغه د بدمعاشانو د يوې قبيلې مشر شوے وو. دا د هغې نه پس شوى وُو چې کله داؤد هدد‌عزر له شکست ورکړو. رِزون او د هغۀ سړى لاړل او په دمشق کښې اوسېدل، چې هلته خپلو سړو هغه په دمشق کښې بادشاه جوړ کړو.


او بنى اِسرائيلو د شاميانو فوج واپس وشړلو. داؤد او د هغۀ سړو اووۀ زره د شام د جنګى ګاډو چلوونکى او څلوېښت زره پېدل فوجيان ووژل. هغوئ د شاميانو د فوج مشر، سوفک هم ووژلو.


هغوئ مې داسې ووهل چې بيا پاڅېدے نۀ شول، هغوئ زما د پښو د لاندې شول.


ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.


لکه څنګه چې لوګے د هوا په وړاندې زغلى، دغه شان تاسو دوئ د خپل ځان نه وزغلوئ. لکه څنګه چې موم د اور په مخکښې ويلې کيږى، دغه شان دې بدکاره خلق د خُدائ پاک په وړاندې تباه کيږى.


نو مالِک خُدائ هغوئ يو کنعانى بادشاه يابين ته حواله کړل، چا چې د حصور په ښار کښې بادشاهى کوله. د هغۀ د لښکر مشر سِسيرا وو، کوم چې په حروست هګوئيم کښې اوسېدو.


کله چې برق په سِسيرا پسې وو نو ياعيل مِلاوېدو دپاره ورووتله او ورته يې ووئيل، ”دلته راشه. زۀ به تا ته هغه سړے وښايم چې تۀ يې ګورې.“ نو هغه د هغې سره دننه لاړو او سِسيرا هلته په زمکه مړ پروت وو چې په تندى کښې يې د خېمې موږے ټک وهلے شوے وو.


هغې په يو لاس کښې د خېمې موږے راوړو، او په بل لاس کښې د مزدور څټک، هغې سِسيرا ووهلو او د هغۀ کوپړۍ يې ماته کړه، او تندے يې ورله سورے سورے کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan