Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 10:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 هدد‌عزر بادشاه شاميان راوغوښتل چې هغوئ د فرات سيند نمرخاتۀ طرف ته وُو او هغوئ حلام ته د سوباب د مشرۍ لاندې راغلل. سوباب د ضوباه د هدد‌عزر بادشاه د لښکر مشر وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 10:16
7 Iomraidhean Croise  

شاميانو ته پته ولګېده چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ خپل ټول لښکر راغونډ کړو.


کله چې داؤد د دې نه خبر شو، نو هغۀ د بنى اِسرائيلو ټول فوجيان راغونډ کړل، د اُردن سيند نه پورې وتل او حلام ته روان شول، هلته شاميانو هغۀ ته مخامخ د جنګ دپاره صفونه جوړ کړى وُو او جنګ شروع شو،


خُدائ پاک د اليدع زوئ رِزون هم د سليمان خِلاف کړو. رِزون د خپل نېک يعنې د ضوباه بادشاه هدد‌عزر نه تښتېدلے وو،


بيا، داؤد د ضوباه بادشاه هدد‌عزر له شکست ورکړو او د حمات پورې لاړو، ځکه چې کله هددعزر مخ په وړاندې تلو نو د فرات سيند پورې علاقه يې قبضه کړه.


کله چې د دمشق شاميانو د هدد‌عزر بادشاه د مدد دپاره يو لښکر ولېږلو، نو داؤد ورباندې حمله وکړه او دوويشت زره سړى يې ترې نه ووژل.


شاميانو ته پته ولګېده چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ د فرات سيند نمرخاتۀ طرف ته د شام علاقو نه فوجيان راوستل او هغوئ يې د سوفک د مشرۍ لاندې کړل، چې د ضوباه د هدد‌عزر بادشاه د لښکر مشر وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan