14 کله چې عمونيانو وليدل چې شاميان تښتى، نو هغوئ د ابيشى نه وتښتېدل او ښار ته راواپس شول. بيا يوآب د عمونيانو نه راواپس شو او يروشلم ته لاړو.
شاميانو ته پته ولګېده چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ خپل ټول لښکر راغونډ کړو.
په سپرلى کښې د کال په کوم وخت چې بادشاهان اکثر جنګ له ځى، داؤد يوآب د هغۀ آفسران او د بنى اِسرائيلو لښکر ولېږلو، هغوئ عمونيانو له شکست ورکړو او د ربه ښار يې محاصره کړو. خو داؤد په خپله په يروشلم کښې ايسار شو.
نو بادشاه ابيشى ته وفرمائيل، ”شيبا به مونږ له د ابىسلوم نه زيات مصيبت جوړوى. زما سړى بوځه او په هغۀ پسې لاړ شه، ګنې کېدے شى چې هغه د پَخو دېوالونو والا ښارونه ونيسى او زمونږ نه وتښتى.“
زۀ په خپل دشمن پسې ځم او شکست ورکوم، تر هغې پورې نۀ ودرېږم چې تباه کړې مې نۀ وى.
د يوآب ورور ابيشے چې د هغۀ مور ضروياه وه د هغه دېرشو مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درېو سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او وې وژل او د دې په وجه هغه د هغه درېو کسانو په شان مشهور شو.
د ادوم، موآب، عمون، فلستيه او عماليق قومونو نه، هم داسې د هغه مالِ غنيمت حِصه هم چې هغۀ د هددعزر نه اخستے وو.
ابيشى چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ د مالګې په مېدان کښې ادوميانو له شکست ورکړو او د هغوئ نه يې اتلس زره کسان ووژل.