10 هغۀ پاتې لښکر د خپل ورور ابيشى د مشرۍ لاندې ودرولو، چا چې هغوئ عمونيانو ته مخامخ په صفونو کښې ودرول.
يوآب هغۀ ته ووئيل، ”کۀ تا ته پته ولګى چې شاميان ما له شکست راکوى، نو زما مدد له راشه او کۀ عمونيان تا له شکست درکوى، نو زۀ به ستا مدد له درشم.
يوآب چې وليدل چې د دشمن لښکر به د مخکښې او شا طرف نه حمله کوى، نو هغۀ ښۀ ښۀ بنى اِسرائيلى فوجيان خوښ کړل او شاميانو ته مخامخ يې په صفونو کښې ودرول.
بيا يې هغوئ په درېو ډلو کښې ولېږل، چې د هرې يوې قبيلې خپل مشر وو، يوآب او د يوآب ورور ابيشے او د جات اِتے وو. او بادشاه خپلو سړو ته وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تاسو سره ځم.“
د يوآب ورور ابيشے چې د هغۀ مور ضروياه وه د هغه دېرشو مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درېو سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او وې وژل او د دې په وجه هغه د هغه درېو کسانو په شان مشهور شو.
ابيشى چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ د مالګې په مېدان کښې ادوميانو له شکست ورکړو او د هغوئ نه يې اتلس زره کسان ووژل.
څۀ موده وروستو عمونے بادشاه ناحس مړ شو او د هغۀ زوئ حنون بادشاه جوړ شو.