1 څۀ موده وروستو د عمون بادشاه ناحس مړ شو او د هغۀ زوئ حنون بادشاه شو.
کله چې داؤد محنايم ته ورسېدو، نو هغه د ناحس د زوئ سوبى سره مِلاو شو، چې هغه په ربه ښار کښې د عمون د قبيلې وو، د عمىاېل زوئ مکير سره چې د لودبار وو او د جِلعاد د قبيلې د برزلى سره هم مِلاو شو، برزلى د راجليم وو.
هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”تا ته دا پته شته چې بعليس د عمون بادشاه اِسمٰعيل د نتنياه زوئ ستا د قتلولو دپاره رالېږلے دے؟“ خو جدلياه په دې خبره باندې يقين ونۀ کړلو.