Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 1:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هغۀ جواب ورکړو، ”د جِلبوعه په غرۀ باندې داسې وشول او ما وليدل چې ساؤل په خپله نېزه باندې تکيه لګولې وه او د دشمن جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ فوجيان ورنزدې کېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 1:6
9 Iomraidhean Croise  

د جِلبوعه په غرونو باندې دې پرخه او باران نۀ وريږى، د دې ځائ پټى دې همېشه شنډ وى. ځکه چې د تکړه کسانو ډالونه هلته په بې‌عزتۍ کښې پراتۀ دى، د ساؤل ډال دې نور د تېلو سره نۀ شى ځلولے.


داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا ته څۀ پته ده چې ساؤل او يونتن مړۀ شوى دى؟“


بيا هغه راوګرځېدو او زۀ يې وليدم او را وې غوښتم. ما ورته ووئيل چې زۀ حاضر يم.


اتفاقى يو اِمام په دغه لار تېرېدو، چې هغه يې وليدو نو د لارې بل طرف ته واوړېدو او ترې نه لاړو.


روت پټو ته لاړه او لَوګرو پسې وروستو پاتې شوى وَږى يې راټولول. نو داسې وشول چې هغه د بوعز په پټى کښې وه.


فلستى فوجيان راغونډ شول او د شونيم ښار سره يې نزدې خېمې ولګولې، ساؤل بنى اِسرائيليان راغونډ کړل او د جِلبوعه په غرۀ يې خېمې ولګولې.


چې ګاډۍ روانه وى نو ورته ګورئ، کۀ دا د بيت‌شمس ښار طرف ته لاړه شى، نو د دې مطلب دا دے چې دا د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے چې هغۀ په مونږ باندې دا سخت افت راوستے دے. خو کۀ داسې نۀ وى، نو بيا به مونږ ته پته ولګى چې هغۀ وبا نۀ وه راوستې، او په خپله داسې وشول.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan