5 داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا ته څۀ پته ده چې ساؤل او يونتن مړۀ شوى دى؟“
داؤد ورته وفرمائيل، ”ما ته ووايه چې څۀ شوى دى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زمونږ فوجيان د جنګ نه راتښتېدلى دى او زمونږ ډېر سړى وژلے شوى دى. ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن هم وژلے شوى دى.“
هغۀ جواب ورکړو، ”د جِلبوعه په غرۀ باندې داسې وشول او ما وليدل چې ساؤل په خپله نېزه باندې تکيه لګولې وه او د دشمن جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ فوجيان ورنزدې کېدل.
يو ساده سړے په هر څۀ باندې يقين کوى، خو هوښيار په هر قدم اوچتولو سوچ کوى.
دا د خُدائ پاک شان دے چې يوه معامله په راز کښې ساتى، خو د يوې مسئلې ښکاره کول د بادشاه عزت څرګندوى.