4 داؤد ورته وفرمائيل، ”ما ته ووايه چې څۀ شوى دى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زمونږ فوجيان د جنګ نه راتښتېدلى دى او زمونږ ډېر سړى وژلے شوى دى. ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن هم وژلے شوى دى.“
داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ د بنى اِسرائيلو د کېمپ نه راتښتېدلے يم.“
داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا ته څۀ پته ده چې ساؤل او يونتن مړۀ شوى دى؟“
کوم پېغام وړونکے چې په صِقلاج کښې ما له راغلو او د ساؤل د مرګ نه يې خبر کړم د هغۀ خيال دا وو چې ګنې هغۀ يو زېرے راوړے دے خو هغه ما ونيولو او ومې وژلو. هغۀ له ما په زېرى کښې داسې اِنعام ورکړو.
سړى ورته ووئيل، ”زۀ نن د جنګ نه راتښتېدلے يم.“ عيلى ترې نه تپوس وکړو، ”زما زويه، څۀ شوى دى؟“