3 داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ د بنى اِسرائيلو د کېمپ نه راتښتېدلے يم.“
په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې اچولې وې. کله چې هغه داؤد له راغلو نو د عزت نه ټيټ شو او پړمخې په زمکه پرېوتو.
داؤد ورته وفرمائيل، ”ما ته ووايه چې څۀ شوى دى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زمونږ فوجيان د جنګ نه راتښتېدلى دى او زمونږ ډېر سړى وژلے شوى دى. ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن هم وژلے شوى دى.“
هغه کور ته واپس لاړو او اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ چرته وې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خِدمت کوونکے هيچرته هم نۀ دے تلے.“
داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ستا نېک څوک دے او تۀ د کوم ځائ يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ د مِصر يم او د يو عماليقى غلام يم. زما نېک زۀ درې ورځې مخکښې د ځان نه شاته پرېښے يم ځکه چې زۀ بيمار وم.