26 زما وروره يونتنه، زۀ ستا په غم غمژن يم، تۀ په ما باندې څومره ګران وې. ستا مينه زما دپاره څومره ښۀ وه، د ښځو د مينې نه هم ښۀ وه.
تکړه فوجيان غورزېدلى دى، د هغوئ وسلې تباه شوې دى.“
ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.
نو يونتن داؤد ته ووئيل، ”زما پلار تا قتل کول غواړى. نو مِهربانى وکړه چې سبا سحر د ځان حِفاظت وکړه، په يو محفوظ ځائ کښې پټ شه او هلته ايسار شه.
يونتن د داؤد نه يو ځل بيا وعده واخستله چې د هغۀ سره به مينه کوې، ځکه چې يونتن د داؤد سره د خپل ځان په شان مينه کوله.
کله چې هلک لاړو، نو داؤد د ګټ د شا نه راپاڅېدو، هغه پړمخې په زمکه پرېوتو او درې ځل ورته د عزت نه ټيټ شو. کله چې هغوئ يو بل ښکلول نو هغۀ او يونتن دواړو ژړل، د داؤد خفګان د يونتن نه هم زيات وو.
يونتن هغۀ له هلته ورَغلو او داؤد يې زړَور کړو چې خُدائ پاک ستا مل دے،