24 د بنى اِسرائيل ښځې د ساؤل دپاره د غم ژړا کوى. هغۀ تا ته سرې ښې جامې درواغوستلې او په کالو او سرو زرو يې ښائسته کړې.
ساؤل او يونتن ډېر ښۀ او خواږۀ وُو، په ژوند کښې هم يو ځائ او په مرګ کښې هم يو ځائ، د باز نه تېز وُو او د زمرو نه تکړه وُو.
تکړه فوجيان غورزېدلى دى، هغوئ په جنګ کښې وژلے شوى دى. يونتن په غرونو کښې مړ پروت دے.
”بادشاهان سره د فوجه وتښتېدل.“ په کور کښې ښځو د غنيمت مالونه تقسيم کړل.
د يو هوښيار سړى تنبيه د هغه غوږ دپاره څوک اورېدلے شى لکه د سرو زرو والۍ او يا د سوچه سرو زرو کالى په شان ده.
کله چې واوره وريږى نو د هغې سره د خپل خاندان څۀ فکر نۀ وى، ځکه چې هغې دوئ ته ګرمې جامې تيارې کړى وى.
ولې يوه پېغله خپل کالى هېروى، او يا يوه ناوې خپل د وادۀ سنګار او جامې هېروى څۀ؟ خو زما خلقو زۀ بېحده هېر کړے يم.
”هغوئ لوټ شوے مال تقسيموى، د هر فوجى دپاره يوه يا دوه ښځې، د سِسيرا دپاره به رنګ شوې جامې وى، آو، هغه ښې ګُلکارى شوې ټوکړې چې زما د غاړې دپاره دى.“