Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 1:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 ساؤل او يونتن ډېر ښۀ او خواږۀ وُو، په ژوند کښې هم يو ځائ او په مرګ کښې هم يو ځائ، د باز نه تېز وُو او د زمرو نه تکړه وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 1:23
14 Iomraidhean Croise  

د بنى اِسرائيل ښځې د ساؤل دپاره د غم ژړا کوى. هغۀ تا ته سرې ښې جامې درواغوستلې او په کالو او سرو زرو يې ښائسته کړې.


د ضروياه درې زامن هلته وُو، يوآب، ابيشے او عساهيل. عساهيل د ځنګلى هوسۍ په شان تېزه منډه وهلے شوه،


د يهويدع زوئ بناياه يو بل مشهور فوجى وو او دے د قبضئيل اوسېدونکے وو، هغۀ ډېرې د بهادرۍ کارنامې وکړې چې په کښې د هغه دوو لويو موآبيانو جنګ کوونکو وژل هم شامل وُو. يوه ورځ چې واوره ورېدله هغه کندې ته کوز شو او يو زمرے يې ووژلو.


کله چې داؤد د صحرا په قلعه کښې وو نو د جاد د قبيلې نه ځينې تکړه او تجربه‌کار فوجيان د هغۀ سره ملګرى شولو. هغوئ په ډالونو او نېزو کښې ماهِران وُو، د زمرو په شان تکړه او په غرونو کښې د هوسۍ په شان تېزې منډې يې وهلې.


زما ژوند د تېزې کشتۍ په شان روان دے، داسې لکه چې باز په ښکار باندې غوټه شى.


زمرے، چې په ځناورو کښې د ټولو نه زيات تکړه دے او د يو څيز نه هم نۀ يريږى،


هغه ډېره خوږه خولۀ لرينه، هغه په هر لحاظ زړۀ راښکونکے دېنه، نو، اے د يروشلم ښځو، زما جانان او زما آشنا دغه شان دېنه.


وګورئ، دشمن لکه د وريځو په شان زمونږ خوا ته راروان دے. د هغۀ جنګى ګاډۍ لکه د تېز طوفان په شان راروانې دى او د هغۀ آسونه د باز نه تېز دى. په مونږ افسوس، مونږ تباه او برباد شُو.


زمونږ دشمنان به د باز نه زيات تېز وُو، کۀ مونږ به غرونو ته وزغلېدو نو هلته به يې پېدا کړُو او کۀ په صحرا کښې به پټ شُو نو هغوئ به هلته زمونږ انتظار کولو.


مالِک خُدائ به ستاسو خِلاف د لرې ځائ نه يو قوم راولى، هغه قوم چې تاسو به يې په ژبه نۀ پوهېږئ. هغوئ به د باز په شان په تاسو باندې راغوټه شى.


نو په اوومه ورځ د نمر پرېوتو نه مخکښې، د ښار سړو هغۀ ته ووئيل، ”د شاتو نه به خوږ څۀ شے وى؟ د ازمرى نه به تکړه څۀ شے وى؟“ سمسون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ تاسو زما په غوا يوې نۀ وے کړے، نو تاسو به د دې سخت سوال جواب نۀ وے راکړے.“


کله چې داؤد خبرې ختمې کړې نو هغه د بادشاه زوئ يونتن سره مِلاو شو. هغه د داؤد خوږ دوست جوړ شو او د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه کوله.


يونتن ورته ووئيل، ”خُدائ دې نۀ کړى چې تۀ مړ شې. زما پلار چې څۀ هم کوى نو هغه ما ته وائى، هغه وړه او غټه يوه خبره هم زما نه نۀ پټوى. داسې نۀ شى کېدے چې هغه تا ووژنى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan