22 د يونتن لينده د مرګ وه، د ساؤل تُوره بېرحمه وه، طاقتور يې غورزول او دشمن يې وژلو.
زۀ به د شمال نه د تکړه قومونو اِتحاد جوړ کړم او د بابل خلاف به يې راپاڅوم. او هغوئ به د بابل خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړى او د شمال د خوا نه به هغه قبضه کړى. او هغوئ په غشو ويشتو کښې ماهران دى چې کله هم د هغوئ غشى نۀ خطا کيږى.
زما غشى به د هغوئ په وينه کښې ډُوب شى، او زما تُوره به هغه ټول ووژنى څوک چې زما مخالفت کوى. څوک چې زما خِلاف جنګ کوى زۀ هغه يو کس هم نۀ پرېږدم. تر دې پورې چې زخميان او قېديان به هم مړۀ شى.“
کله چې ساؤل د بنى اِسرائيلو بادشاه شو، نو هغۀ د خپلو ټولو دشمنانو سره په هر ځائ کښې جنګ کولو يعنې د موآب خلقو، عمونيانو، ادوميانو، د ضوباه بادشاهانو او فلستيانو سره. هغۀ چې چرته هم جنګ کولو نو هغه کاميابېدو.
هغۀ په بهادرۍ سره جنګ وکړو او عماليقيانو له يې هم شکست ورکړو. هغۀ بنى اِسرائيليان د دشمن د ټولو حملو نه بچ کول.
هغۀ چې کومه چُوغه اغوستله هغه يې وويستله او داؤد له يې ورکړه، خپله زغره، تُوره، لينده او خپله پټۍ يې هم ورکړه.