دوېم سموئيل 1:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې اچولې وې. کله چې هغه داؤد له راغلو نو د عزت نه ټيټ شو او پړمخې په زمکه پرېوتو. Faic an caibideil |
”لاړ شه او په سوسه کښې ټول يهوديان په يو ځائ راغونډ کړه، روژه ونيسئ او زما دپاره دُعا وکړئ. درې ورځې او درې شپې هيڅ خوراک څښاک مۀ کوئ. زۀ او زما خِدمتګارې به هم ستاسو په شان روژه ونيسو. د هغې نه پس به بيا زۀ بادشاه له لاړه شم، اګر چې دا د قانون خِلاف ورزى ده. خو کۀ د داسې کولو په وجه زۀ مرم، نو مړه دې شم.“