Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 1:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 ”په غرونو باندې د بنى اِسرائيلو عزتمند خلق مړۀ شوى دى. زمونږ تکړه فوجيان غورزېدلى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 1:19
11 Iomraidhean Croise  

ساؤل او يونتن ډېر ښۀ او خواږۀ وُو، په ژوند کښې هم يو ځائ او په مرګ کښې هم يو ځائ، د باز نه تېز وُو او د زمرو نه تکړه وُو.


تکړه فوجيان غورزېدلى دى، هغوئ په جنګ کښې وژلے شوى دى. يونتن په غرونو کښې مړ پروت دے.


تکړه فوجيان غورزېدلى دى، د هغوئ وسلې تباه شوې دى.“


هغه وخت راروان دے چې د مالِک خُدائ څانګه به د هغه مُلک هر يو بوټے او ونه لويه او ښائسته کړى. نو چې کوم اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو هغوئ ټول به خوشحاله وى او په هغه فصلونو به فخر کوى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى.


د مالِک خُدائ په وړاندې زما خِدمت کوونکى داسې وده وکړه لکه څنګه چې يو نرم تېغ په زمکه جرړې نيسى. هغۀ څۀ شان شوکت او حُسن نۀ لرلو چې د هغې په وجه مونږ ورباندې پام کړے وے. او نۀ په کښې څۀ داسې کشش وو چې مونږ يې متاثره کړې وے.


افسوس، مالِک په خپل قهر د لور صيون نيازبين ښار د شرم سره مخ کړو، هغۀ د اِسرائيل شان و شوکت د آسمان نه زمکې ته راوغورزولو. هغۀ په خپل کور باندې هيڅ رحم ونۀ کړو کله چې هغه په قهر او غضب کښې وو.


زمونږ نه تاج و تخت اخستلے شوے دے، افسوس په مونږ ځکه چې مونږ ګناه کړې ده.


بيا ما خپله امسا واخستله چې نوم يې ”فضل“ وو او ماته مې کړه، او هغه لوظ مې مات کړو چې ما ټولو قومونو سره کړے وو.


نو ما د هغه ګډو شپونتوب وکړو چې د حلالولو دپاره نښه کړے شوى دى، په خاص طور مظلومې ګډې. بيا ما دوه چوکې واخستې چې يوه ”فضل“ او بله ”اتفاق“ بلل کېده، او ما پرې د ګډو شپونتوب وکړو.


په ورپسې ورځ باندې فلستيان د لاشونو لوټ کولو دپاره لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د درېو زامنو لاشونه وليدل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan