Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 1:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 داؤد د ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن دپاره دا د غم سندره ووئيله،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 1:17
7 Iomraidhean Croise  

چې کله د کنعان د مُلک اوسېدونکو خلقو دا وليدل چې هغه خلق د اتد په درمند کښې د غم ژړا کوى، نو هغوئ ووئيل چې، ”دا مِصريان څومره سخت د غم ژړا کوى.“ نو ځکه د هغه ځائ نوم د مِصريانو د غم ژړا مېدان شو.


”په غرونو باندې د بنى اِسرائيلو عزتمند خلق مړۀ شوى دى. زمونږ تکړه فوجيان غورزېدلى دى.


داؤد د ابنير دپاره دا د غم سندره ووئيله، ”ابنير دې د يو کم عقل په شان ولې مړ شى؟


يرمياه پېغمبر د يوسياه بادشاه دپاره يوه د غم سندره جوړه کړه. نو د اِسرائيل په مُلک کښې د سندرغاړو، ناريناؤ او زناناؤ دواړو دا يو رِواج جوړ شو، چې کله به هغوئ د هغۀ دپاره د غم ژړا کوله نو دا سندره به يې وئيله. دا سندره د مرثيو په کِتاب کښې ليکلے شوې ده.


زۀ داسې خفه وم لکه څنګه چې څوک وى، خفه په غم د دوستانو يا د ورور. داسې مې سر ټيټ کړے وو لکه څنګه څوک ‎چې وير کوى د خپلې مور.


دا هغه د غم مرثيه ده چې دوئ به يې هغۀ ته ووائى. د دې مُلک لوڼه به دا وائى، د مِصر او د هغوئ ګڼ خلقو دپاره به د غم مرثيه وائى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan