Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 1:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د ساؤل د مرګ نه پس چې داؤد په عماليقيانو فتح وموندله نو راغلو او دوه ورځې په صِقلاج کښې ايسار شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 1:1
6 Iomraidhean Croise  

بيا دوئ ترې راوګرځېدل او قادِس ته واپس راغلل (چې بيا په عين مِصفات مشهور شو). دوئ د عماليقيانو ټول مُلک ونيوو او اموريانو له يې شکست ورکړو چې په حصيصون تامار کښې اوسېدل.


نو اکيس هغۀ له د صِقلاج ښار ورکړو، نو په دې وجه د صِقلاج ښار تر ننه پورې د يهوداه د بادشاهانو دے.


نو درې ورځې پس داؤد او د هغۀ سړى صِقلاج ته راورسېدل او پته ورته ولګېده چې عماليقيانو د يهوداه جنوبى علاقه نيولې ده او په صِقلاج يې حمله کړې ده. هغوئ ښار سوزولے وو


هغۀ وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه، چې دا ناسنته فلستيان ما په تُوره ونۀ وهى او په عذاب مې نۀ کړى.“ خو هغه زلمے د داسې کولو په وجه سخت يرېدو. نو ساؤل خپله تُوره واخستله او خپل ځان يې پرې وروغورزولو.


نو داسې ساؤل، د هغۀ درې زامن او هغه زلمے مړ شو، په هغه ورځ باندې د ساؤل ټول سړى مړۀ شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan