6 نو بيا هم د دغه اوبو په وسيله د هغه تېر وخت دُنيا غرقه او هلاکه شوه.
نو ما ته به خپل لوظ راياديږى چې سېلاب به بيا هيڅکله ټول ژوندى څيزونه نۀ تباه کوى.
کۀ هغه باران ايسار کړى، نو زمکه به اوچه شى، کۀ هغه اوبۀ راپرېږدى، نو اوبۀ به زمکه تباه کړى.
هغوئ تر هغې ورځې پورې خوړل څښل او ودونه يې کول ترڅو چې نوح خپلې کشتۍ ته ننوتو او سېلاب راغلو او هغوئ ټول يې غرق کړل.
نو بيا هغۀ تېره شوې دُنيا پرې نۀ ښوده او په بېدينه خلقو يې سېلاب راوستو خو صرف د صداقت پېغمبر نوح او ورسره يې نور اووۀ کسان بچ کړل.