5 هغوئ خو قصداً دا حقيقت هېروى چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله آسمانونه د ډېر پخوا نه پېدا شوى دى، او زمکه د اوبو نه جوړه ده او د اوبو په وسيله پېدا شوې ده.
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”د پاسنو او لاندينو اوبو تر مينځه دې فضا جوړه شى.“
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”د آسمان لاندې اوبۀ دې په يو ځائ راغونډې شى، نو اوچه به راښکاره شى.“ نو هم داسې وشول.
او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې زمکه د اوبو دپاسه خوره کړله، د هغۀ مينه ابدى ده.
په دريابونو باندې اېښى مالِک خُدائ د زمکې بنيادونه دى، دا زمکه يې په سمندر باندې آباده کړې ده.
د مالِک خُدائ په کلام سره جوړ شوى آسمانونه دى، د هغۀ د خولې په کلام نمر، سپوږمۍ او ټول ستورى جوړ شوى دى.
په کم عقل د خرچې کولو څۀ فائده نشته، ځکه چې هغه په خپله د عقل زده کولو خواهش نۀ کوى.
او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.
او هغه په خپله د ټولو څيزونو نه اول پېدا شوے دے او ټول څيزونه په خپله يو ځائ قائم ساتى.
د ايمان په وسيله مونږ ته پته ده چې عالمونه د خُدائ پاک په کلام جوړ شوى دى، نو چې څۀ په نظر راځى هغه د هغه څيزونو نه جوړ شوى دى کوم چې په نظر نۀ ښکارى.