12 تاسو د خُدائ پاک د هغه ورځې د راتلو اِنتظار کوئ چې هغه زر راشى چې د کومې په وجه به آسمانونه په اور کښې وسوزى او برباد به شى، او ستورى او سيارې به د اور د تاو نه ويلى شى.
خو د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان راشى، او په هغه ورځ به آسمانونه ډېر په ګړبړ د نظر نه پناه شى، يعنې ستورى سيارې به د اور په سخت تاو سره ويلى شى، او زمکه او په هغې د بنى آدمو ټول شوى کارونه به ښکاره شى.
او وائى به چې، ”د هغۀ د راتلو وعده څۀ شوه؟ ځکه چې د کله نه چې زمونږ پلار نيکۀ مړۀ شوى دى د هغه وخت نه تر اوسه پورې هر څۀ هم هغه شان دى لکه چې د مخلوق د شروع نه وُو.“
خو په هم هغه کلام کوم آسمانونه او زمکه چې اوس موجود دى د کلام په وسيله په اور کښې د سوزولو دپاره وساتلے شول، او دا به د بېدينه خلقو د عدالت او هلاکت تر ورځې پورې محفوظ وساتلے شى.