دوېم پطروس 2:21 - Pakistani Yousafzai Pashto21 نو بيا د هغوئ دپاره به دا ښۀ وه چې چرې هم هغوئ د صداقت لار پېژندلے نۀ وے هسې نه چې د پېژندلو نه وروستو يې هغه حُکم رد کړى کوم چې ورته د صادقه ژوند تېرولو دپاره ورکړے شوے وو. Faic an caibideil |
او بيا دا هم کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو ښو لارو نه واوړى او بد چال چلن شروع کړى، نو زۀ به هغه په امتحان کښې واچوم او هغه به مړ شى. ځکه چې تا هغۀ له خبردارے نۀ دے ورکړے نو هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى او کوم د صداقت کارونه چې هغۀ کړى دى نو هغه به ورته پاتې نۀ شى، او د هغۀ خون به ستا په غاړه وى.