Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم پطروس 1:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 او ترڅو چې زۀ ژوندے يم، تاسو ته په دريادولو او پارولو دا خبره په خپل ځان ضرورى ګڼم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم پطروس 1:13
11 Iomraidhean Croise  

زما ژوند په ختمېدو وو، د شپانو د هغه خېمې په شان چې راکوزه کړے شوې وى، د هغه قالين په شان چې مکمل کړے شوے وى او د کډۍ نه کټ کړے شوے وى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى.


نو مالِک خُدائ د زرُبابل د شلتى‌اېل د زوئ جذبه راپاروله چې د يهوداه حاکِم وو، او د يشوَع جذبه چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو، او د مالِک خُدائ د ټولو ژوندى پاتې شوو خلقو جذبه. هغوئ راغلل او د مالِک خُدائ ربُ الافواج چې د هغوئ پاک خُدائ وو په کور يې کار شروع کړو.


آو، مونږ په دې ډاډه يُو چې د بدن غوندې کور به پرېږدو او د مالِک سره اوسېدل به زيات خوښوو.


ځکه خو ما ته دا جائز دى چې زۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغه شان خيال وکړم دپاره د دې چې تاسو زما په زړۀ کښې يئ، او زما د قېد او د زيرى د دفاع او په تصديق کښې تاسو ټول ما سره د خُدائ پاک په فضل کښې شريک يئ.


زۀ غواړم چې د مسيح او د هغۀ د بيا ژوندى کېدلو قدرت وپېژنم او د هغۀ سره په تکليفونو کښې شريک شم او د هغۀ په مرګ کښې د هغۀ په شان شم،


په دې وجه زۀ تا ته دا خبره دريادوم چې تۀ د خُدائ پاک د هغه نعمت اور ته پوکے ورکړه کوم چې زما د لاس د کېښودلو په وسيله تا ته حاصل دے.


قېديان داسې يادوئ لکه چې تاسو ورسره په قېد کښې يئ، او چې د چا سره بد سلوکى کيږى، هغوئ داسې ګڼئ لکه چې تاسو سره په خپله بد سلوکى شوى وى.


په دې وجه به زۀ تاسو ته همېشه دا خبرې دريادوم، اګر کۀ تاسو د مخکښې نه د دې نه خبر يئ او په هغه حق خبرې قائم يئ چې تاسو ته وئيلے شوې وه.


ما ته پته ده چې زما د مرګ وخت رانزدې دے ځکه چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح ما ته ښکاره وئيلى دى.


ګرانو دوستانو، دا زما دوېم خط دے چې تاسو ته يې ليکم. په دواړو کښې زۀ ستاسو صفا زړونه راپاروم او درته يادګيرنه کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan