دا هم هغه هستى وه چې نعمتونه يې خلقو له ورکړل چې څوک به رسولان، څوک به نبيان، او څوک به د زيرى اورونکى، او څوک به د ايماندارانو شپونکى، او څوک به اُستاذان وى.
دا خط د پولوس او تيموتيوس د طرف نه څوک چې د عيسىٰ مسيح خادِمان دى. زۀ دا د فيليپى هغه ټولو مقدسينو ته ليکم چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان دے سره د هغوئ د مشرانو او خادِمانو.
دا خط د يهوداه د طرف نه دے چې د عيسىٰ مسيح غلام او د يعقوب ورور دے. زۀ هغوئ ته دا ليکم څوک چې رابللے شوى دى، چا سره چې خُدائ پلار مينه کوى او عيسىٰ مسيح دپاره يې محفوظ ساتى.