Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 9:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 د اخى‌اب مکمل خاندان او اولاد به مرى، زۀ به د هغۀ په خاندان کښې هر يو نارينه ختم کړم، کۀ هغه بوډا وى او کۀ ځوان وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 9:8
8 Iomraidhean Croise  

کله چې هغوئ سامريه ته راغلل، نو ياهُو د اخى‌اب ټول پاتې شوى خپلوان ووژل، تر دې پورې چې يو هم ژوندے پاتې نۀ شو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ الياس ته کلام کړے وو.


مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سخت تکليف وليدو، او داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د هغوئ مدد يې کړے وے.


مالِکه خُدايه، دا رښتيا دى چې د اسور بادشاهانو ډېر قومونه تباه کړى دى او د هغوئ زمکې يې شاړې کړې دى.


زۀ به يروشلم له داسې سزا ورکړم لکه چې سامريه، د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب او د هغۀ اولاد له مې ورکړې وه. زۀ به يروشلم د دې د خلقو نه داسې خالى کړم، لکه چې څوک لوښے صفا کړى او په بل مخ يې واړوى.


مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو. هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى، کله چې وګورى چې هغوئ څومره بې‌مددګاره دى.


خُدائ پاک دې ما ووژنى کۀ ما هغه ټول سړى د سحر نه مخکښې ونۀ وژل.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan