7 تۀ به د خپل نېک د اخىاب کورنۍ تباه کوې، نو داسې به زۀ ايزبل له سزا ورکړم ځکه چې هغې زما پېغمبران او زما نور خِدمت کوونکى وژلى وُو.
او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو.
څنګه چې ايزبل ته دا پېغام مِلاو شو، نو هغې اخىاب ته ووئيل، ”نبوت مړ دے نو لاړ شه او د انګورو هغه باغ قبضه کړه، چې کوم يې په تا باندې نۀ خرڅولو.“
نو مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې زۀ په تا تباهى راولم. زۀ به تا لرې کړم او ستا د خاندان هر يو نر کس به ختم کړم، کۀ هغه بوډا وى او کۀ ځوان وى.
د اخىاب په شان داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې يې دومره بد عمل کړے وو او خپلې ښځې ايزبل ورباندې دا کار کړے دے.
تاسو يقين وکړئ چې د مالِک خُدائ کوم پېغام د اخىاب د خاندان په حقله بيان شوے وو هغه به نۀ ناکام کيږى. مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى الياس په ذريعه دا اِعلان کړے وو چې داسې به کيږى.“
بيا ياهُو د اخىاب نور ټول خپلوان ووژل چې کوم په يزرعيل کښې اوسېدل او د هغۀ ټول آفسران، نزدې ملګرى او اِمامان هم، د هغوئ نه يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.
خُدائ پاک د يورام دا ملاقات د اخزياه د تباهۍ سبب وګرځولو. هغه او يورام، ياهُو زوئ د نِمسى سره مِلاوېدو دپاره راوتل، کوم چې مالِک خُدائ د اخىاب شاهى خاندان د تباه کولو دپاره خوښ کړے وو.
او کۀ چرې تاسو زما د خِدمت کوونکو پېغمبرانو کلام ته غوږ ونۀ نيسئ کوم چې ما تاسو ته بار بار درلېږلى دى خو تاسو هغوئ ته غوږ ونۀ نيولو،
دغه شان به په زمکه د ټولو صادقانو د توئ شوې وينې ذمه وارى ستاسو په غاړه وى، د بېګناه هابيل نه د برکياه د زوئ زکرياه تر وينې پورې، څوک چې تاسو د خُدائ د کور او قربانګاه په مينځ کښې مړ کړو.
اے زما عزيزانو، خپل بدل مۀ اخلئ بلکې خُدائ ته د بدل اخستو موقع ورکړئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم.“
ځکه چې هغوئ ستا د ښېګړې دپاره د خُدائ پاک خادِمان دى. خو کۀ چرې تاسو نافرمانى کوئ نو ويرېږئ، ځکه چې ستاسو سزا د هغوئ په لاس کښې ده او سزا به ضرور درکړى. هغوئ د خُدائ پاک خادِمان دى او د نافرمانو نه بدله اخلى.
مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم. نو هغه وخت به راشى چې هغوئ به راوغورزيږى، او د هغوئ د تباهۍ ورځ نزدې ده.
قومونو، تاسو د مالِک خُدائ د خلقو صِفت وکړئ، مالِک خُدائ هغه هر چا له سزا ورکوى چې څوک هغوئ ووژنى. هغه د خپلو دشمنانو نه بدله اخلى او د خپلو خلقو د زمکې کفاره ادا کوى.
ځکه چې مونږ هغه پېژنو چا چې فرمائيلى دى چې، ”بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم،“ او بيا دا چې، ”مالِک به د خپل اُمت عدالت کوى.“
د هغې د اَنجام په ليدو اے آسمانه خوشحالى وکړه، اے مقدسينو، رسولانو او نبيانو، په هغې خوشحالۍ وکړئ، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو د انتقام اخستو په وجه په هغې د عدالت فېصله وکړه.“
ځکه چې د هغۀ فېصلې رښتينې او په حقه دى او هغۀ د لوئې کنجرې د سزا فېصله وکړه چا چې په خپلې حرامکارۍ دا دُنيا ګډه وډه کړه او د هغې نه يې د خپلو خادِمانو د وينې بدل واخستو.“
خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تۀ هغه ايزبلى نومې ښځه برداشت کوې چې ځان ته پېغمبره وائى او زما خادِمانو ته د حرامکارۍ او د بُتانو د قربانۍ د خوړلو ترغيب ورکوى.