4 نو هغه زلمے پېغمبر راماتجِلعاد ته لاړو،
بِنجبر، په راماتجِلعاد کښې د هغه کلو چې د يائير د قبيلې وُو، يائير د منسى اولاد وو، په بسن کښې د ارجوب علاقه، چې ټول شپېتۀ لوئ ښارونه وُو، چې پاخۀ دېوالونه او په دروازو کښې يې د زېړو سيخونه لرل،
په دې دوران کښې اليشع پېغمبر د پېغمبرانو د قبيلې يو کس راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ملا وتړه او راماتجِلعاد ته لاړ شه. د زيتُونو د تېلو دا لوښے ځان سره يوسه،
هلته يې د فوج آفسران وليدل چې راغونډ وُو. هغۀ وفرمائيل، ”صاحِبه، ما سره ستا دپاره يو پېغام دے.“ ياهُو ورته ووئيل، ”تۀ په مونږ کښې چا ته وائې؟“ نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”د فوج مشره، تا ته وايم.“