34 بيا ياهُو لاړو او د خوراک څښاک نه پس هغۀ ووئيل، ”دا لعنتى ښځه بوځئ او ښخه يې کړئ، کۀ څۀ هم وى خو د بادشاه لور خو ده کنه.“
هغۀ نۀ صرف د يربعام بادشاه ګناهونه معمولى ګڼل بلکې هغۀ د صيدانى بادشاه اِتبعل لور ايزبل هم وادۀ کړه او د بعل عبادت يې وکړو.
بيا الياس اخىاب بادشاه ته وفرمائيل، ”اوس لاړ شه او خوراک څښاک وکړه. زۀ د يو دروند باران شور اورم چې راروان دے.“
د اخىاب په شان داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې يې دومره بد عمل کړے وو او خپلې ښځې ايزبل ورباندې دا کار کړے دے.
او ياهُو هغوئ ته ووئيل، ”هغه لاندې راوغورزوئ.“ نو هغوئ هغه لاندې راوغورزوله او آسونو د هغې لاش د پښو لاندې کړو او د هغې په وينو باندې دېوال او آسونه لت پت شول.
خو چې سړى د هغې ښخېدلو له ورغلل نو هغوئ د هغې کوپړۍ، پښو او د هغې د لاسونو نه بغېر هيڅ هم ونۀ موندل.
د بادشاه د حُکم په مطابق هغه فرمان د سوسه په مرکزى ښار کښې خلقو ته ورسولے شو او پېغام رسونکو دا خبر نورو صُوبو ته يوړو. په کوم وخت کښې چې د سوسه ښار په ګډوډۍ کښې اچولے شو نو بادشاه او همان شرابو څښلو ته ناست وُو.
د نېکانو يادول د برکت سبب ګرځى، خو د بد کاره نوم به فنا شى.
زما د غوره کړے شوو خلقو په مينځ کښې به ستاسو نوم لعنتى وى، ځکه چې مالِک خُدائ به تاسو تباه کړى. او خپلو حقيقى خادِمانو له به يو بل نوم ورکړى،
په تاسو افسوس چې د هاتى په غاښونو په ښائسته کړے شوى پالنګونو کښې اودۀ کېږئ او په حُجره کښې په کټونو کښې غزېږئ. تاسو د خوراک دپاره د خپلو رمو نه د خوښې ګډورى او د خپل مال نه څربه سخى خوښوئ.
بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے.