Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 9:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 ياهُو بره وکتل او چغه يې کړه، ”زما ملګرتيا څوک کوى؟“ دوو يا درېو خصيانو هغۀ ته لاندې وکتل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 9:32
13 Iomraidhean Croise  

نو هيروديس د صور او د صيدا خلقو ته په قهر وو نو په دې وجه هغوئ ورته د صلحې دپاره جرګه ورولېږله ځکه چې د هغوئ ښارونه د خوراک دپاره د هيروديس د مُلک محتاجه وُو. د سفارش کولو دپاره جرګې خپل ځان سره د بادشاه د دربار ناظر بلستوس ملګرے کړو.


مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى.


په هغه وخت کښې چې مردکى په محل کښې دفتر ونيولو، بِګتان او ترش، د محل دوه هغه خصيانو کومو چې د اخسويرس بادشاه کوټو ته د ننوتلو د ځائ څوکيدارى کوله، هغوئ د بادشاه خِلاف شول او د هغۀ د وژلو منصوبه يې جوړه کړه.


نو هغه وخت راغلو چې اِستَر بادشاه له لاړه شى. اِستَر د ابى‌خېل لور او د مردکى د ترۀ لور وه، چې مردکى هغه د خپلې لور په توګه اخستې وه. کله چې د هغې وار راغلو، نو هغې هم هغه جامې اغوستې وې د کومو مشوره چې د بادشاه د ښځو د کور مشر هيجا نومې خصى له ورکړې وه، اِستَر چې چا هم ليدله نو د هغۀ به خوښېدله.


د خپلې مېلمستيا په اوومه ورځ باندې بادشاه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغۀ اووۀ خصيان راوغوښتل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګاران وُو، مهُومان، بِزتا، خربونا، بِګتا، ابګتا، زتار او کرکس.


او ډالونه او نېزې يې پرې کېښودې. نو داسې هغۀ يهوداه او بنيامين د خپل قابو لاندې وساتل.


د خُدائ پاک روح د هغوئ په يو کس عماسى باندې راغلو، چې هغه وروستو د هغه دېرشو مشر شو او هغۀ چغه ووهله، ”د يَسى زوئ داؤده، مونږ ستا يُو. کاميابى دې ستا او د هغوئ وى چې څوک ستا مدد کوى. ځکه چې خُدائ پاک ستا مل دے.“ داؤد هغوئ ته په خېر راغلے ووئيلو او په خپل لښکر يې آفسران جوړ کړل.


موسىٰ د خېمو ځائ د دروازې په خولۀ کښې ودرېدلو او آواز يې وکړو، ”هر څوک چې د مالِک خُدائ سره وى، ما له دې راشى.“ نو ټول ليويان هغۀ ته راغونډ شول،


تۀ به د خپل نېک د اخى‌اب کورنۍ تباه کوې، نو داسې به زۀ ايزبل له سزا ورکړم ځکه چې هغې زما پېغمبران او زما نور خِدمت کوونکى وژلى وُو.


څنګه چې ياهُو دروازې ته راورسېدو، نو هغې ورته آواز وکړو، ”تۀ د زِمرى په شان يې، تۀ د خپل نېک قاتِل يې، تۀ څنګه دلته په خېر سره راغلې؟“


او ياهُو هغوئ ته ووئيل، ”هغه لاندې راوغورزوئ.“ نو هغوئ هغه لاندې راوغورزوله او آسونو د هغې لاش د پښو لاندې کړو او د هغې په وينو باندې دېوال او آسونه لت پت شول.


څوک به ما سره د بدکارانو خلاف راپاڅى؟ او څوک به زما دپاره د بدعملو خلاف ودريږى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan