30 ياهُو يزرعيل ته ورسېدو. نو چې ايزبل خبر شوه، نو رانجۀ يې پورې کړل، وېښتۀ يې سم کړل او په محل کښې د يوې کړکۍ سره ودرېده او بهر يې کتل.
د هغۀ يو آفسر زِمرى چې د بادشاه د نيمو جنګى ګاډو مشر وو، د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه. او ايله يوه ورځ په تِرضاه کښې د محل مشر ارضه په کور کښې د ميو په نشه کښې وو.
او مالِک خُدائ د ايزبل په حقله فرمائى چې د يزرعيل په ښار کښې به سپى د هغې لاش وخورى.
د هغوئ په ښائست خپل زړۀ مۀ بائيله، او نۀ چې د هغې سترګې وهل تا راګېر کړى.
نو بيا يوه ښځه بهر راغله چې د هغۀ سره مِلاو شى. هغې د کنجرتوب جامې اغوستې وې، او په غلط خيال سره چې هغه دوکه کړى.
اے تباه او لوټ شويه ښاره، تۀ اوس څۀ کوې؟ تۀ ولې سرې جامې اچوې او د سرو کالے استعمالوې او سترګې توروې؟ تۀ هسې فضول خپل ځان سينګاروې. ستا عاشقانو تۀ نامنظوره کړے يې او ستا نه نفرت کوى او هغوئ ستا وژل غواړى.
تر دې چې هغوئ د سړو دپاره قاصدان لېږلى وُو څوک چې د لرې ځائ نه راغلل، او کله چې هغوئ راورسېدل تا خپل ځان د هغوئ دپاره پاک کړو او خپلې سترګې دې تورې کړې او لا دا چې ځان دې په سرو زرو سنګار کړو.
چغې سورې مۀ وهه، د مړى دپاره غمرازى مۀ کوه، خپل پټکے په سر وتړه او خپلې څپلۍ دې په پښو کښې واچوه، د خپل مخ لاندې برخه مۀ پټوه او د مړى خېرات مۀ خوره.“
ستاسو ډول او سنګار دې ظاهرى نۀ وى، يعنې سر کمڅۍ کول او د سرو زرو کالى او قِسما قِسم جامې اغوستل،
فلستيانو خپل ټول فوجيان افيق ته راغونډ کړل او بنى اِسرائيلو په يزرعيل کښې د چينې سره خېمې ولګولې.