Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 9:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 د لوښى دا تېل د هغۀ په سر باندې واچوه او ورته ووايه چې مالِک خُدائ دا اِعلان کوى چې هغه تا د اِسرائيل بادشاه مقرروى. بيا دروازه کولاو کړه او زر زر وتښته.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 9:3
23 Iomraidhean Croise  

چرته چې صدوق اِمام او ناتن پېغمبر هغه د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه سر په تېلو غوړ کړى نو بيا بيګل وغږوئ او چغې کړئ چې سليمان بادشاه زنده‌باد.


د نِمسى زوئ ياهُو د اِسرائيل بادشاه مقرر کړه او ابيل‌محوله د سافط زوئ اليشع ستا نه پس پېغمبر مقرر کړه.


حِزائيل ورته ووئيل، ”زما په شان يو معمولى انسان دومره غټ کار څنګه کولے شى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما ته ښودلى دى چې تۀ به د شام بادشاه شې.“


نو هغوئ دواړه دننه لاړل او هغه زلمى پېغمبر د ياهُو سر د زيتُونو په تېلو غوړ کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا اِعلان کوى چې زۀ تا په خپلو خلقو اِسرائيل باندې بادشاه مقرروم.


خُدائ پاک د يورام دا ملاقات د اخزياه د تباهۍ سبب وګرځولو. هغه او يورام، ياهُو زوئ د نِمسى سره مِلاوېدو دپاره راوتل، کوم چې مالِک خُدائ د اخى‌اب شاهى خاندان د تباه کولو دپاره خوښ کړے وو.


بيا د زيتُونو تېل واخله او د مقررولو د نښې په طور د هغۀ سر مسح کړه.


د خپلې بادشاهۍ په دوېم کال، نبوکدنضر داسې خوبونه وليدل چې د هغۀ سوچ يې ګډ‌وډ کړو، او هغۀ ته بيا خوب نۀ ورتلو.


د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“


اے بادشاه سلامت، خُدائ تعالىٰ ستا پلار نبوکدنضر ته بادشاهت، لويوالے، جلال او شان و شوکت ورکړى وُو.


موسىٰ د هارون په سر باندې د غوړولو دپاره څۀ تېل واچول او سر يې ورله غوړ کړو چې وقف شى.


ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې‌آزاره اوسئ.


کله چې هغوئ رُخصت شول نو يوسف ته د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او مِصر ته هِجرت وکړه، او تر هغې هلته ايسار شه چې زۀ درته ووايم، ځکه چې هيروديس د دې ماشوم په تلاش کښې دے چې قتل يې کړى.“


يوه ښځه راغله چې د مرمرو په عطردان کښې ورسره قيمتى خوشبويه عطر وُو، او څنګه چې هغه خوراک ته کښېناستو هغې ورله په سر عطر واچول.


بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې،


سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زۀ رالېږلے يم چې تا د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم. نو د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه.


سموئيل جواب ورکړو، ”اګر چې تا په خپله هم يو ځل خپل ځان وړوکے ګڼلو، خو اوس تۀ د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشر يې. مالِک خُدائ تۀ د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه مقرر کړې يې،


سموئيل ترې نه تپوس وکړو، ”دا زۀ څنګه وکړم؟ کۀ ساؤل د دې نه خبر شى نو هغه به ما ووژنى.“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”تۀ د ځان سره يوه سخۍ بوځه او هلته ووايه چې تۀ هلته ځکه يې چې مالِک خُدائ ته يوه قربانى پېش کړې.


”سبا تقريباً په دې وخت به زۀ د بنيامين د قبيلې يو سړے تا له درولېږم، د هغۀ سر په تېلو غوړ کړه چې هغه زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه شى. او هغه به هغوئ د فلستيانو نه خلاص کړى. ما د خپلو خلقو تکليف ليدلے دے او د هغوئ فرياد مې اورېدلے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan