دوېم بادشاهان 9:26 - Pakistani Yousafzai Pashto26 ما د نبوت او د هغۀ د زامنو قتل پرون وليدو. زۀ دا قسم کوم چې زۀ به تا له هم په دې پټى کښې سزا درکړم.“ نو ياهُو خپل آفسر له حُکم ورکړو چې، ”د يورام لاش اوچت کړه او په هغه پټى کښې يې واچوه چې کوم د نبوت دے، نو چې د مالِک خُدائ قسم پوره شى.“ Faic an caibideil |
خو هغۀ د هغوئ بچى ونۀ وژل او په هغه څۀ يې عمل وکړو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په شريعت کښې د هغې حُکم کړے وو، ”مور پلار دې د هغه جرمونو په وجه نۀ شى وژلے کوم چې د هغوئ بچو کړى وى او بچى دې د هغه جرمونو په وجه نۀ شى وژلے کوم چې د هغوئ مور پلار کړى وى، يو کس دې صِرف د هغه جرم په وجه وژلے شى چې هغۀ په خپله کړے وى.“