تا د اِسرائيل د بادشاهانو په نقش قدم باندې مزل کړے دے او د يهوداه او يروشلم په خلقو دې د بُتانو عبادت کړے دے، لکه څنګه چې اخىاب او د اِسرائيل نورو بادشاهانو کړى وُو. تا خو خپل وروڼه هم ووژل، چې هغوئ ستا نه ښۀ سړى وُو.
او نور به په تا کښې ډيوه بله نۀ شى او په تا کښې به بيا د زلمى او د ناوې خبرې وانۀ ورېدے شى. يو وخت وو چې ستا تاجران د دُنيا زورَور خلق وُو او تا په خپل جادو ټول قومونه دوکه کړى وُو.